په م.م کې د افغانستان او پاکستان استازو په خپلو کې ناندرۍ ووهلې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو د پاکستان په قباییلي سیمه کې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو د حضور په موضوع د امنیت په شورا کې خپلو کې ناندرۍ وهلې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وویل، د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي ځالې لاهم شته او هلته ځیني عناصر تروریزم د بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې په توګه کاروي.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي مسعود خان بیا د افغان لورې ادعا رد کړه او ویې ویل، تروریستان د پولې دواړو غاړو ته فعالیت کوي او په پاکستان کې د تندلارو ډیر بریدونه په افغانستان کې پلان شوې وو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازې وروسته له هغې دا څرګندونې کوي؛ چې پاکستان ویلي، د امریکا متحدو ایالاتو سره یې د طالب وسله والو خبرو ته په چمتو کولو کې مهم رول لوبولی دی.