د جوزجان د والي محمد عالم ساعي پر کور د وسلوالو کسانو حمله وغندل شوه

د افغانستان د سیمه یېزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جوزجان د والي محمد عالم ساعي پر کور د عبدالرشید دوستم د وسلوالو کسانو حمله وغندله.

د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د جوزجان والي محمد عالم ساعي له څه باندې دریو کلونو را په دې خوا په دې دنده ګمارل شوی او تراوسه یې دوی په اړه شکایتونه نه دي اوریدلي.

بل لورته په جوزجان کې د دوستم پلویانو مظاهره وکړه او د والي د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

دغه مظاهره په داسې حال کې کیږي چې ویلي کیږي دوستم په جوزجان کې په خلکو وسلې ویشلي دي.