د پروان په سیاه ګرد کې د طالبانو له خوا د دې ولسوالۍ د درېیو اوسیدونکو د وژلو په غبرګون سیمه يیزو خلکو مظاهره کړې او د بامیان غوربند لاره یې تړلې.
مظاهره چیان افغان دولت په دې تورنوي چې د ملکیانو د خوندي ساتنې هڅه نه کوي او چارواکي له سیمه یېزو طالبانو ملاتړ کوي.
خو د سیاه ګرد ولسوال محمدسعید صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دوی دا ادعا رد کړه او ویې، طالبان په هره سیمه کې تخریبي اعمال تر سره کوي او حکومت یې د مخنیوي هڅې کوي.
د ښاغلي صدیقي په خبره دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې نن سهار وسله والو طالبانو یو سیمه ییز پولیس او د هغه ورور ووژل.
درې ورځې مخکې هم وسله والو طالبانو د سیاه ګرد څلور اوسیدونکي یرغمل کړي وو چې؛ د یوه د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.