امریکا: د انساني قاچاق په اړه ازبکستان او روسیې ټیټه ارزیابي ترلاسه کړې

په نړۍ کې د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې ازبکستان او روسیې تر ټولو ټیټه ارزیابي ترلاسه کړې ده.

د ایران سره یو ځای دې دوو هیوادنو ته د ناکامۍ نومورې ورکول شوې، ځکه چې د واشینګټن په وینا، حکومتونو یې دې مسلې ته پاملرنه نه دې کړې او دې ستونزې ته د پاملرنې کوم پلان هم نه لري.

هغه هیوادونه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت څخه د انساني قاچاق په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله دویمه درجه ارزیابي اخیستې په هغې کې افغانستان، یوکراین، البانیا، بلاروس او ترکمنستان یاد شوې دي.

ارمنیا او مقدونیا ته، د انساني قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي په برخه کې د هڅو له کبله تر ټولو لوړه ممکنه ارزیابي ورکړل شوې ده.

په دویمه درجه کې په ښو یاد شوې هیوادونو کې چې د انساني قاچاق د مخنیوي هڅې یې کړې دي ازربایجان، بوسنیا، کوسوو، ګورجستان، عراق، قزاقستان، قیرغیزستان، پاکستان، رومانیا او تاجکستان یاد شوې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري ددې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل:

(( موږ دا د دې لپاره نه کوو چې عدالت پر نورو خلکو عملي کړو، بلکې ددې لپاره چې موږ پوهیږو چې په دې برخه کې پرمختګ کولی شي او بدلون راوستلی شو.

موږ به په نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو څو ددې ستونزې په وړاندې نوي چلن او نویو لارو چارو ته پراختیا ورکړو. موږ به هڅه وکړو چې په دې مسله له حکومتونو سره کار وکړو، ځکه د معاصر وخت غلامې د امریکا په شمول پر هر هیواد اغیز کوي. هر حکومت ددې ستونزې په وړاندې د اقداماتو مسولیت لري او تر اوسه هیڅ حکومت په دې برخه کې پوره هڅه نه کوي. ))

د امریکا متحده ایالات وايي، په نړۍ کې د اوه ویشت میلونو په شا او خوا کې وګړي د انساني قاچاق قربانیان دي.