اوباما: امریکا او روسیه دې خپلې ستراتیژیکې اتمي سرګلولې دریمه برخه راکمې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په وړځ وړاندیز وکړ؛ چې امریکا او روسیه دې خپلې ستراتیژیکې اتومې سرګلولې دریمه برخه راکمې کړې.

اوباما دا وړاندیز د چارشنبې په ورځ برلین ته د ولسمشر په توګه د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د وینا پر مهال وکړ.

د ښاغلي اوباما له خوا د پېشنهاد شوي کمي له مخې به د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې په اتومې سلاکوټونو کې د اتمي وسلو شمېر شا او خوا زرو ته راکم کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل، تر هغې چې اتومې وسلې وجود ولري موږ په بشپړه توګه خوندي نه یوو.

نوموړې همدارنګه په اروپا کې د امریکا او روسیې په تکتیکې اتومې وسلو کې هم د کمښت د را وستلو وړاندیز وکړ.

په مسکو کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، روسیه به نامتوازن ستراتیژیک اتومې بې وسلې کېدو ته اجازه ورنه کړي.

پوتین ته یو تژدې شخص ویلي روسیه غواړي چې د اتومې وسلو د کمولو په پروسه کې باید نور هغه هیوادونه چې اتومې وسلې لري هم شامل شي.