د سوریې د ملګرو په نوم د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په ورځ په قطر کې غونډه کوي چې په کې به د بشار الاسد د رژیم د مخالفو وسلوالو سره د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړي.
ډیپلوماټان وايي چې؛ د امریکا د متحدو ایالتونو، اروپايي هیوادونو او د سیمې د متحدینو په شمول به د یولسو هیوادونو وزیران په دوحه کې په دې غونډه کې برخه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین پساکې د چارشنبې په ورځ وویل چې؛ د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د حکومت د مخالفو وسلوالو د ملاتړ پر لارو چارو او همدارنګه د سوریې د کړکېچ په سیاسي هواري خپلو کې خبرې وکړي.
په پاریس کې د فرانسوي ډيپلوماټانو له قوله ویل شوې دي چې د بهرنیو چارو وزیران به د سوریې د یاغیانو پر هغه غوښتنه هم بحث وکړي چې د بشار الاسد د رژیم خلاف یې د جګړې لپاره د وسلو غوښتنه کړې.
د امریکا متحدو ایالاتونو تیره اونۍ وروسته له هغو ادعاوو چې د بشار الاسد رژیم کېماوي وسلې کارولې اعلان وکړ چې د سوریې یاغیانو ته به وسلې واستوي.