جان کري له ولسمشر کرزي سره په ورځ دوه ځلي تیلیفوني خبرې کړي

افغان او امریکايي چارواکې وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې له ولسمشر حامد کرزې سره د چارشنبې په ورځ دوه ځلې تیلیفونې خبرې کړي او نوموړې ته یې ډاډ ورکړی چې؛ په قطرکې د طالبانو له سیاسي دفتر سره واشنګټن هم د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په نوم موافق نه دی.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي پرون ماښام ازادي راډيوته وویل، جان کري په وروستي ټیلیفوني تماس کې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې؛ د قطر حکومت په دې اړه یو شمېر اقدامات کړي او هغه لوحه یې ښکته کړې ده چې پرې د طالبانو د اسلامي امارت د سیاسي دفتر نوم لیکل شوی و.

بل خوا د قطر دولتي خبري اژانس د چارشنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت هغه بیان خپور کړی چې وايي، هغه رسمي نوم چې ددې دفتر لپاره پرې موافقه شوې هغه ( په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ) دی، نه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر.

بل خو ا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې جین پساکې هم پرون خبریالانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې؛ د امریکا متحده ایالات د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني.

نوموړې وویل، د بهرنیو چارو وزیر جان کري ولسمشر حامد کرزي سره تیره ورځ په دوه ځلې تیلفوني خبرو کې دا خبره روښانه کړې ده.