پر بګرام هوايي ډګر برید کې څلور امریکا سرتیري وژل شوي دي

د متحده ایالاتو چارواکي وايي، تېره شپه په بګرام هوايي اډه باندې برید شوی چې له امله يې څلور امریکايي سرتیري وژل شوي دي.

امریکايي مقاماتو ویلي، په ظاهره داسې ښکاري چې، پر اډه باندې توغندي لګیدلي دي.

له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا له کله نه چې امریکا پر افغانستان حمله کړې؛ تر اوسه پورې په دې هیواد کې ۲۱۰۰ امریکايي سرتیري وژل شوي دي.