د ننګرهار دوالي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته ویلي،چې بيګاه د شپې له درېيو بجو څخه تر سهار اتو بجو پورې د سره رود ولسوالۍ د شمشپور په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو او پوليسو تر منځ نښته شوې چې له امله يې شپږو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.
عبدالزی وايي،چې نښته هغه مهال رامنځته شوه،چې امنيتي ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس د د یادې ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې د وسله والو پرضد عملیات پيل کړل:
"دملي امنیت د یوه راپور پر اساس زموږ افغان ځواکونو د سرخرود ولسوالۍ د شمشپور په سیمه کې،چې طالبان ځای پرځای شوي وو،پرضد يي عملیات پیل کړل،چې بیا نښته پیل شوه او د شپې له درې بجو نه نیولې تر سهار اتو بجو پورې يي دوام وکړ،چې څلور تنه طالبان وژل شوي او دوه نور زخميان دي"
د نوموړي په خبره په دې پېښه کې یو امنيتي کس هم ټپی شوی دی.
خو د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال بیا وايي،چې په دې پېښه کې د امنيتي کسانو یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د یادې نښتې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.