بریتانیا زیانمنو سیمو ته ۱۷ زره میتریکه ټنه غنم رسوي

د بریتانېې نړیوالې پراختیایي ادارې تصمیم نیولی چې؛ په روان میلادي کال کې د افغانستان زیانمنو شوېو سیمو ته شاوخوا اولس زره میتریکه ټنه غنم ورسوي.

په افغانستان کې د دې ادارې مشر د سې شبنې په ورځ خبریالانو ته وویل،د افغانستان په ځینو سیمو کې خلک او په تیره ښځې او ماشومان د خوراکي موادو د کموالي له ستونزو سره مخ دي او دا مرستې به شته ستونزې کمې کړي.

د دې موادو ډیره برخه په کابل کې د یادې ادارې په ګدامونو کې ځای پر ځای شوي او ولایتونو ته یې د رسولو تدابیر نیول شوي دي.

دا مواد اکثره له ګاونډیو هېوادونو څخه اخیستل شوي دي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

بریتانیا زیانمنو سیمو ته ۱۷ زره میتریکه ټنه غنم رسوي