د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادو مشرانو د سوریې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره د سولې د غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د اتو سترو صنعتي هیوادو یا جي اته هیوادو مشرانو په شمالي ایرلنډ کې پرون پریکړه وکړه؛ چې د سوریې لپاره ډیر ژر په جینوا کې غونډه جوړه شي؛ خو دغو مشرانو د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د برخلیک په اړه څه ونه ویل.
د جي اته مشرانو په سوریې کې د داسې انتقالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه چې؛ د ټولو سره خوښه وي. دغو مشرانو همداراز د بشار الاسد حکومت او اپوزسیون وهڅول چې؛ ټولې هغه ډلې وځپي چې له القاعده سره تړلې دي.
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د جي اته غونډې په پای کې وویل؛ چې د نړۍ مشران وتوانیدل چې، د سوریې د راتلونکې په اړه خپل منځي مهم اختلافات هوار کړي او ژمنه یې وکړه چې، د سوریې له کډوالو سره یو نیم میلیارډ ډالره بشري مرستې وکړي.