روسیه وايي ایران د غني شویو یورانمیو د تولید ځنډولو ته تیار دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې؛ ایران د غني شویو یورانیمو د تولید ځنډولو ته تیار دی او دا ښايي پر تهران د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو نرمیدو ته لاره هواره کړي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر نن د کویټ له خبري اژانس سره په مرکه کې دا خبرې کړې دي.

لاواروف ویلي، چې ایرانیانو پر تر ټولو عمده مساله موافقه کړې او هغه دا چې تر شل فیصدو پورې د یورانیمو د غني کولو د پروسې ځنډولو ته چمتو دي.

خو لاواروف دقیقاً نه دي ویلي چې؛ د دې مسلې د تایید لپاره یې معلومات څنګه تر لاسه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا پرمختګ داسې یوه اساسي اقدام ته لاره خلاصولای شي چې؛ د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ به لانجه کمه کړی.