د ملي امنیت ادارې دوه تنه انتحاریان له درېیو نورو کسانو نیولي دي

د ملي امنیت ریاست وایې، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یا جندالله ډلې مربوط دوه کسان چې غوښتل یې انتحاري حملې وکړي له دریو نور کسانو سره نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایي، دې کسانو غوښتل په کندز کې انتحاري حملې وکړي چې د ملي امنیت ریاست د موظفینو لخوا له انتحاري واسکټونو سره یو ځای و نیول شول.

سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو پلان درلود چې لومړۍ یوه انتحاري حمله تر سره کړي او وروسته بیا د پيښې په ځای کې د خلکو تر راټولیدو وروسته دوهمه حمله هم وکړي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، دې کسانو منلې ده چې په پاکستان کې یې روزنه لیدلې ده.