سوریه: دمشق ته نږدې په یوه پوځي هوايي ډګر کې درنه چاودنه شوې

رپوټونه وايي، چې دمشق ته نږدې په یوه پوځي هوايي ډګر کې پرون ناوخته درنه چاودنه شوې ده .

د سوریې دولتي ټلویزیون وايي، چې پرون یو موټر چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو هوايي ډګر ته د ننوتلو په وخت کې چاودیدلی دی.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اپوزیسیون ډله وايي چې؛ په چاودنه کې لس عسکر وژل شوی او لس تنه زخمیان شوي دي.