د بغلان په نهرین کې د ۱۷ میلیونو افغانیو په ارزښت یو روغتیايي کلینک جوړیږي

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې نن د یوه روغتیايي کلینک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست یوه مسوول "ډاکټر محمد نظیم صمدي" آزادي راډيو ته وویل؛ دغه کلینیک د جرمني په مرسته د اولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

ښاغلی نظیم وایي، دا کلینیک د پينځلس زره ناروغانو د درملنې ظرفیت لري او لومړنۍ کلینیک دی چې، د جرمني په سټنډرډ په سیمه کې جوړیږي.