امریکا د افغانستان له سوداګرو مېرمنو سره مرسته کوي

د امریکا حکومت د یوه نوي تفاهم لیک په اساس د افغانستان له سوداګرو میرمنو سره مرسته کوي.

دغه تفاهم لیک نن په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال او د امریکا د سفارت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د سوداګرې وزارت مرستیال مزمل شینواري وویل؛ د دې تفاهم لیک پراساس به د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ظرفیتونه لوړ شي.

افغانستان او امریکا د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه له مخې د تیفا په نوم یوه موافقه په خپلو منځو کې لري چې په ۲۰۰۴ کال کې په واشنګټن کې لاسلیک شوې وه.