د ترکيې په استانبول ښار کې تیره شپه هم زرګونو کسانو د حکومت ضد مظاهرو ته دوام ورکړ.
له دې وړاندې پولیسو له ګیزې پارک څخه د مظاهره چیانو د ایستلو لپاره پر هغوی اوښکي بهونکي ګاز او اوبه ویشندلې.
مظاهره چیانو ګواښ کړی دی چې، د رجب طیب اردوغان د حکومت پر ضد به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د ترکیې صدراعظم تیره ورځ مظاهره چیانو ته ضرب الاجل وټاکه چې له ګیزې پارک څخه ووځي او خپل اعتراض پای ته ورسوي.
ترکي مقاماتو مظاهره چیانو ته پیشنهاد کړی چې؛ په ګیزې پارک کې يې د یو شمیر ونو د وهلو پلان تر هغې ځنډوي چې محکمه په دې قضیه کې پریکړه وکړي او د دې شخړې په اړه ټولپوښتنه ترسره شي.