پاکستان ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبردارى

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته خبردارى ورکړ، که د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته دوام ورکړي؛ له ځوابي بريد سره به مخامخ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته ويلي؛ چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بريدونه د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خرابوي.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د دې وزارت سياسي مرستيال بابه خان اسلمي د شنبې په ورځ د دغو حملو په ارتباط په کابل کې د پاکستان سرپرست سفير جان بهادر وروغوښت.

ښاغلي اسلمي د پاکستان سرپرست سفير ته ويلي؛ د دغو وسله والو بريدونو د تکرار په صورت کې به، افغان ځواکونه هم دا حق ولري، چې د پاکستاني سرتېرو پر پوستو بريد وکړي. ده له پاکستان څخه د دغو بريدونو په اړه وضاحت وغوښت.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي، د کابل لپاره د پاکستان سرپرست سفير په ځواب کې بې خبري ښوولې؛ خو دغه ډول بريدونه يې غندلي دي.