د امريکا متحدو ايالتونو ايران ته د جمهوري رياست د انتخاباتو مبارکي وويله، خو په کمپاينونو کې يې پر سانسور او د شفافيت پر نشتوالي انتقاد وکړ.
وروسته تر هغه چې منځلارى ملا، حسن روحاني پرون د جمعې د ورځې د انتخاباتو ګټونکى اعلان شو، سپينې ماڼۍ په دې اړه اعلاميه خپره کړه.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ايرانيانو رايې ته درناوى کوو او په دې سياسي پروسه کې يې ګډون او جرئت ته مبارکي وايو.
سپينې ماڼۍ پر ايراني چارواکو ږغ کړى، چې د ايران د خلکو خوښې ته پام وکړي، داسې مسوولانه انتخاب دې وکړي چې د ټولو ايرانيانو لپاره ښه راتلونکى په برخه کوي.
اعلاميه زياتوي، امريکا لا هم تياره ده د ايران له حکومت سره مستقيمې خبرې وکړي چې د دې هېواد د اټومي پروګرام پر سر د ولاړ شوي کړکېچ يا بُن بست سياسي حل ته سره ورسېږي.