په بغلان کې د یوه پوځي کنډک امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

په بغلان ولایت کې نن له یوه پوځي کنډک نه نږدې ۷ سوه جرمني سرتیري د امنیت د تامینولو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل.

په شمال زون کې د جرمني ځواکونو یوه قومندان جنرال "ویلمر" په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې؛ جرمني به افغانستان یواځې پری نږدي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د بیارغونې کارونو ته دوام ورکړي.

جرمني له امریکا او بریتانیا وروسته په افغانستان کې ډير سرتيري لري.

د جرمني حکومت ویلي، له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته به هم په افغانستان کې له شپږو سوو تر اتو سوو عسکر وساتي.