په پکتیکا ولایت کې یوې بمي چاودنې پنځه تنه پولیس ووژل

نن سهار نهه بجې د پکتیکا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په رینجر موټر پسې د سړک د غاړي بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې پنځه تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر سیمه ییزو پولیسو غوښتل، د پوځي زده کړو لپاره په جاني خیلو کې د سیمه ییزو پولیسو روزنیز مرکز ته ورشي، چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پسې بمي چاودنه وشوه.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وویل، چې په دې پيښه کې دوه ملي او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي:

د یادې پيښې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي؛چې په یاد پيښه کې يې د پولیسو د یو قوماندان په ګډون شپږ تنه وژلي او ۷ نور يې ټپیان کړي دي.