د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان له حکومتي ضد مظاهره کوونکو سره وکتل

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د روانو نا کراریو د پای ته رسولو لپاره پرون له حکومتي ضد مظاهره کوونکو سره وکتل.

داسې څرګندیږي چې، اعتراض کونوکو بیا هم د اسټانبول له "ګیزې پارک" څخه د وتلو لپاره د اردوغان وروستی خبرداری له پامه غورځولی او زرهاوو کسانو په ګیزي پارک او تقسیم کې شپه تیره کړه.

په ترکیه کې د حاکم "عدالت او پرمختګ" ګوند یوه ویاند پرون (جمعه) وویل چې؛ له مظاهره کوونکو سره د صدراعظم اردوغان خبرې مثبتې وې؛ خو ټينګار یې وکړ، چې اعتراض کوونکي باید له پارکه ووزي.

د حاکم ګوند ویاند اعتراضکونکو ته ډاډ ورکړ چې؛ د محکمې تر فیصلې او د ژمنې پر اساس له ټولپوښتنې پرته په "ګیزې پارک" کې هیڅ ډول پراختیايي پروژه نه پیل کیږي.