د قزاقستان جمهور رئیس له خپل ازبک سیال سره د ستراتېژیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د قزاقستان جمهور رئیس نورسلطان نظربایف ازبکستان ته د سر پرمهال له خپل ازبک سیال اسلام کریموف سره د ستراتېژیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

دا سند نن (جمعه) په تاشکند کي لاسلیک شو او د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي، سوداګریزې، اقتصادي، فرهنګې او ترانسپورتې همکارۍ په کي تعریف شویدي.