ایرانیان نن د ولسمشرۍ د یوولسمې دورې په انتخاباتو کې رایې ورکوي

ایرانیان نن د خپل هېواد د ولسمشرۍ د یوولسمې دورې په انتخاباتو کې رایې ورکوي. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ شاخوا پنځوس میلیونه کسان په دې انتخاباتو کې د رايي ورکولو په شرایطو برابر دي.

د رايي ورکولو مرکزونه به د سهار له اتو د ماښام تر شپږو بجو رسما پرانیستي وي، خو اټکل کېږي چې؛ د انتخاباتو د مرکزونو کار به د پخوانیو دورو په څېر د څو نورو ساعتونو لپاره تمدید شي.

د ایران شورای نګهبان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته له اوسه خبرداری ورکړی چې؛ د انتخاباتو د نتایجو له قانوني اعلان مخکې هېڅوک هم حق نلري چې؛ ځان بریالی اعلان کړي.

دا اعلان ظاهرا په انتخاباتو کې د یو کاندید حسن روحاني د هغې وینا په وړاندې یو غبرګون و، چې؛ ویلي یې و، د شنبې په ورځ به ټول د ده د بریالیتوب د جشن لمانځنه کوي.

په دې انتخاباتو کې شپږتنه کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دي، سعیدجلیلي، محسن رضايي، حسن روحاني، محمدغرضي، محمدباقرقالیباف او علي اکبرولایتي چې؛ خلک به د ایران اووم ولسمشر د خپلو مستقیمو رایو په وسیله غوره کړي.

که په نننيو انتخاباتو کې هېڅ کاندید هم په سلو کې د پنځوس جمع یو رایو په ترلاسه کولو ونه توانېږي انتخابات به دوهمې دورې ته پاتې شي او دوه مخکښ کاندیدان به د راتلونکې جمعې په ورځ د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ ډګر ته راووځي.