د افغانستان عدلي او قضايي مجلس پر محاکمې د حملو په اړه بحث وکړ

عدلي او قضايي مجلس وايي، د هېواد پر محاکمو د حملو هدف د نړیوالو ځواکونو له زندانونو څخه د افغان بندیانو د خوشې کېدو په وړاندې خنډ جوړول دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، عدلي او قضايي مجلس په خپله پرونۍ غونډه کې په کابل کې پر سترې محکمې د سه شنبې ورځې او د فراه ولایت د استیناف پر محکمې د وري د څوارلسمې حملې هغه هڅې وبللې چې؛ هدف یې د نړیوالو ځواکونو له زندانونو د افغان بندیانو د خوشې کېدو مخنیوی دی.

په غونډه کې یادونه وشوه چې؛ پر سترې محکمې حمله د ملي امنیت شورا له خوا د غبرګولي په څوارلسمه د ناټو عمومي قوماندان ته د هغه مکتوب له استولو وروسته وشوه چې؛ د څېړنې موظف بورډ ته د بګرام زندان د ټولو افغان بندیانو د دوسیې د سپارلو غوښتنه پکې شوې وه.