باکسر: د اوباما او پوتین په کتنه کې باید حقوقي مسایل پاتې نشي

امریکايي سناتورانو د ولسمشر بارک اوباما له ادارې څخه غوښتي دي چې؛ په روسیه کې د بشري حقونو د وضعې په اړه اندېښنو ته له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره د خبرو د اجنډا په سر کې ځای ورکړي.

دیموکراتې سناتورې بارباراباکسر Barbara Boxer د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په وینا کې ژمنه وکړه چې؛ له جمهوري غوښتونکو همکارانو سره به ولسمشراوباما او د بهرنیوچارو وزیر جان کري ته په دې مقصد یو لیک وسپاري.

مېرمن باکسر وویل، په دې لیک به دوی غوښتنه وکړي چې؛ د جي اته په غونډه کې د اوباما او پوتین په کتنه کې باید حقوقي مسایل د خځلو په څېر ترفرش لاندې پاتې نشي.

جمهوري غوښتونکې سناتور ران جانس هم له دې نوښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

په پام کې ده چې؛ د امریکا او روسیې مشران په روانه میاشت کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې کتنه سره وکړي او وروسته به په سپټمبر میاشت کې اوباما مسکو ته ولاړ شي.