سني مسلمانانو د بشاراسد د رژیم او د هغه د متحدانو پرضد د جهاد غوښتنه کړې

د سني مسلمانانو مخکښو دیني عالمانو د سوریې د ولسمشر بشاراسد د رژیم او د هغه د متحدانو پرضد د جهاد غوښتنه کړې.

سني دیني عالمانو پرون په قاهره کې له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل چې؛ د ایران د رژیم، د لبنان د حزب الله او په سوریه کې د دوی د فرقوي متحدانو ښکاره تېری د اسلام او مسلمانانو پرضد د جګړې له اعلان سره انډول دی.

سني عالمانو وویل چې؛ په سوریه کې له خپلو وروڼو سره د پیسو او وسلو په وسیله جهاد کوي.

په دې مخکښو سني عالمانو کې د سعودي عربستان جګپوړی دیني عالم عبدالعزیزالشیخ، په قطر کې مېشت نامتو مصری واعظ یوسف القرضاوي او د مصر د الازهرپوهنتون مخکښ عالم حسن الشفاعي شامل دي.

د راپورونو له مخې د لبنان شیعیه ډله حزب الله چې؛ ایران یې ملاتړ کوي د اسد له ځواکونو سره چې؛ د شیعیه مسلمانانو له علوي فرقي څخه دی د سوریې په جګړو کې ګډون کوي.