م.م: په سوریه کې د وژل شویو کسانو شمېره ۹۳ زرو ته نژدې شوې ده

ملګري ملتونه وایي، د سوریې د شخړو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېره درې نوي زرو ته نژدې شوې ده.

نن د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتوو کمشنرې نافي پیلې په یوه بیان کې دغه نوې شمیره خپره کړه او ویې ویل، ښایي د دې قربانیانو دقیقه شمیره تر دې ډیره لوړه وي.

د تیرکال له جولایی میاشتې راهیسې په سوریه کې په اوسط حساب هره میاشت د پنځه زره کسانو د مړینې خبر ثبت شوی دی.

د سوریې د شخړو د قربانیانو تازه شمیره د اتو سرچینو له مخې اعلان شوې ده چې په دې منابعو کې د سوریې د اپوزسیون د بشري حقونو د څارنې ډله، چې په بریتانیا کې میشته ده او حکومت هم شامل دي.

په رپوټ کې د سوریې د شخړو له پیله چې د دوه زره یولسم کال د مارچ له میاشتې شروع شوې دي د روان کال تر اپریل پورې موده شامله ده.