د کونړ ولایت د وټه پور امنیتي مسوولیت افغان پوځیانو ته وسپارل شو

د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ امنیتي مسوولیت نن له بهرنیو ځواکونو افغان پوځیانو ته وسپارل شو.

د کونړ امنیې قومندان سراج الدین ازادي راډیو ته وویل؛ چې دیني عالمانو او قومي مخورو د وټه پور ولسوالۍ د امنیت د انتقال په غونډه کې وویل ژمنه ورکړه چې د یادې سیمې د امنیت په نیولو کې هڅه کوي.

سراج الدین زیاته کړه چې قومي مشرانو ویلي چې د وټه پورې ولسوالۍ د امنیت د لا ټینګښت لپاره به له وسله والو مخالفینو سره هم خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په روانه میاشت کې به له نړیوالوې ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال وروستۍ پړاو اعلان شي.