د کابل نوي ښارته څېرمه يو ماڼۍ د شاه بوبو جان په نوم اباده ده، شاه بوبو جان چې بي بي حليمه نومېده، په ۱۲۸۰ کال د کابل په بارانه سيمه کې زېږيدلې، پلار يې مير عتيق الله خان او د مير واعظ له اولادې څخه و.
تاريخ ليکول کاږي اميرعبدالرحمن خان چې له بخارا کابل ته راستون شو، بي بي حليمه يې په نکاح کړه او دې تر نکاح وروسته سملاسي خپل مهر امير ته وباښه.
شاه بوبو جانه ښایسته، ذهينه او په امير خورا ګرانه وه، موزونه طبعه يې لرله، شاعري به يې کوله، په اس به ګرخېده، موسيقي يې خوښېده، او وايي چې؛ کله ناکله به يې د نارينو جامې په غاړه وې.
د شاه ببو جان د شعرونو په شمار بيلګې خوندي شوي دي، وايي يوه ورځ امير عبدالرحمن خان دې ته د نرګس ګلانو يوه ګيدۍ استولې وه، دې يې ځواب په دې بيت کړی و:
نرگس صد برگ از د ست شهنشاهم رسید
بر سر خود ماندم و بر چشم تر مالیدمش