د ایران د مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي کشر ورور د دې هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له منځلارې کاندید حسن روحاني څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د ایسنا خبري اژانس د چارشنبې په ورځ د هادي خامنه یې له خولې وویل چې؛ د ایران له خلکو یې غوښتي، څو د جمعې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپلې رایې حسن روحاني ته ورکړي او په دې توګه د سخت دریځو لاس ته د ایران د غورځیدو مخه ونیسي.
د ایران دوو پخوانيو ولسمشرانو محمد خاتمي او اکبر هاشمي رفسنجاني هم د روحاني ملاتړ کړی دی.
له دې سره د یو بل تړلي خبر له مخې د چارشنبې په ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پر ایرانیانو ټینګار کړی دی چې؛ په انتخاباتو کې دې برخه واخلي.
د خامنه يي په وینا په رايي ورکولو کې د خلکو پراخه ګډون به دښمن نهیلی کړي.
نوموړې ویلي، ان هغه کسان چې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړي نه دي هم باید د خپل هېواد د ملاتړ په خاطر رایې ورکړي.
چارشنبه په ایران کې د جون د څوارلسمې نیټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مبارزو وروستۍ ورځ وه.