د افغانستان د سیمه يیزو ارګانونو مسوولین وایې، ټول هغه ولسوالان به د مسلکي زده کړو لپاره هند ته واستول شي، چې د ازادو سیالیو له لارې انتخاب شوي دي.
د دې ادارې رییس عبدالخالق فراهي نن په کابل کې د والیانو په دوهمه ملي غونډه کې وویل، چې پدې برخه کې یې له هند سره موافقه کړې ده:
(له دوست هیواد هندوستان سره د یوې بلي موافقې له مخې، ټول هغه ولسوالان چې د رقابتي پروسې له لاري ټاکل شوي دي، هندوستان ته استول کیږي. چې تر اوسه ۱۱۶ ولسوالانو له دې تحصیلي امتیاز څخه ګټه اخیستې ده.)
ښاغلی فراهي وایې، ډير ژر به ۱۳۰ نور ولسوالان هم د مسکلکي زده کړو لپاره هند ته واستوي.
له دې وړاندي د شپاړسو بیلابیلو ولایتونو څخه د والیانو مرستیالان د مسکلي زده کړو لپاره فرانسې ته استول شوي وو.