پر سترې محکمې د طالبانو حمله بې مثاله وه

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې په سترې محکمې د انتحاري حملې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي په لومړي ځل ستره محکمه د وسله والو ترحملې لاندې راغله.

ورځپاڼې د چارواکو له خولې لیکلي، په پرونۍ انتحاري حملې کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي دا په تېرو څو کلونو کې د وسله والو داسې بې مثاله حمله ده؛ چې قضايي اداره په نښه کوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د افغانستان قضايي ادارې تر ډېره بریده د هغه خلکو له لورې په مخ ځي، چې په دیني برخه کې یې زده کړې کړې دي او عالمان او قاضیان دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي که نوره نړۍ کې یوه داسې اونۍ تېره شي لکه زموږ پرولس چې له کلونو کلونو راهیسې تکراریږي ښایي د ژوند ټول نظام یې ورسره بدل شي.

په سرمقاله کې راغلي هره ورځ ډله ییزې انتحاري حملې، د لسګونو افغانانو وژل کېدل ،په لسګونو کورنۍ دوېر پر ټغر کېښنول،لویه غمیزه ده، که دا د نظام دنیمګړتیا پایله وي او که د پردیو استخباراتي کړه وړه هم وي باید چاره یې وشي .

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي تر ټولو لومړی باید په ټوله کې ولس د دې غمیزې په وړاندې په یوه دریځ کې ودریږي، لیکوال ټینګار کوي اخر تر دې به نور کوم بل لوی مصیبت راځي چې زموږ ولس یې پر وړاندې سره یو شي.

خدمتګار:

د خدمتګار په سرمقاله کې راغلي مشرانو جرګې شک کړی چې د طالبانو حملې دچارواکو په همکارۍ کیږي .

په سرمقاله کې راغلي د انتحاري حملو په اړه د افغان دولت دریځ دا دی چې د ځانوژنکو حملو مخنیوی نه شي کېدای.

د لیکوال په باور دا په داسې حال کې دي چې ډېری کسان په دې باور دي چې که پر لویو لارو څار زیات شي او د موټرو او اشخاصو په تګ راتګ محدودیتونه ولګیږي او د ترانسپورتي شرکتونو د لارې د پاسپورټونو او تضمینونو په بدل کې یې خط سیرونه اوسفرونه تنظیم شي ،نو تر ۹۸ فیصدو پورې په دې حملو کې کمی راتلای شي.

محور:

محور ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي زموږ دښمن یوازې طالب نه دی او دطالب په نوم ډېرې کړۍ شته چې دخپلو ګټو لپاره فعالیتونه کوي اوپه حساسو نقطو کې وروستۍ حملې یې ښه ښکارندويي کوي.

دلیکوال دمعلوماتو له مخې دنشه یې موادو جنګ ،سیاسي جنګ،قومي جنګ ،دسیمه ییز اقتدار پر سر جګړې او دزور ښودنې جګړې ټولې هغه دي ،چې دطالب په نوم ترسره کېږي خو تلفات یې عامو خلکوته اوړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي داچې دتروریزم دجګړې تر شاګڼ بهرني لاسونه دي نو افغان ولس دې د ملي اجماع له لارې سره راټول شي او دتاریخي دښمنانو له دغه ناوړه پلانونو څخه دې د خوندي افغانستان حل لاره ولټوي.

دلیکوال په باور له دې پرته نه راباندې دامریکا په مشرۍ دنړیوالې ټولنې زړه سوځي او نه هم دافغان وژنې دالړۍ ختمېدونکې ده.

چمتوکونکی:رحمت الله افغان