په لندن کې پولیسو له مظاهره کوونکو سره شخړه وکړه

په لندن کې پولیسو له مظاهره کوونکو سره شخړه وکړه. مظاهره کوونکو د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادو د غونډې پر ضد پرون مظاهر وکړه.

د سې شنبې په ورځ په سلګونو پولیس د لندن په بیلابیلو برخو کې وروسته تر دې په ګزمه راووتل، چې د ( جي اته بند کړئ) په نوم یوې ډلې د مظاهرې غوښتنه وکړه.

دغې ډلې ویلي دي چې دوی د سترو شرکتونو پرضد اعتراض کړی دی.

د رپوټونو په وینا دوه دیرش اعتراض کوونکي نیول شوې دي.

د جي اته غونډه راتلونکې اونۍ په شمالي ایرلنډ کې جوړیږي.