د کویت یوې محکمې یوه میرمن د دې لپاره په یوولس کاله بند محکومه کړه؛ چې ویل کیږي، د ټویټر پر پاڼه يې د دې هېواد واکمن ته سپکاوی کړی او د هغه د لرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.
محکمې ویلي، "هدا الاجمي" د کویت "امیر شیخ صباح الاحمد الصباح" ته سپکاوی کړی، د هغه د رژیم د لرې کیدو غوښتنه يې کړې، او په عام محضر کې یې د حکومت په اړه په خبرواترو له لګول شوي بندیز سرغونه کړې ده.
خو هدا الاجمي پر دې لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي يې دي، د هغې د ټویټر اکاوڼت د چا له خوا هک شوی دی.
د کویت د اساسي قانون له مخې د دې هیواد امیر ته څوک سپکاوی او پر هغه انتقاد نه شي کولی.