د مرجان په اړه پخوا دا نظر موجود و؛ چې بحري نبات يا بوټي دي، ځينو بيا دا نظر درلود؛ چې مرجان بوټی نه، بلکه سمندري تېږه ده خو وروسته ثابته شوه، چې مرجان سمندري ژوی دی او د نور سمندري ژويو لپاره ښه خواړه، پناهګاه او ځالې هم دي، تحقيقاتو ښوولې چې شاوخوا ۸۰۰۰۰ سمندري ژوي په مرجانونو کې ژوند کوي.
مرجان له لويه سره دوه ډوله دي، يو ډول يې سخت او بل ډول نرم دي چې مختلف شکلونه لري.
د مرجان د رنګ په اړه دا نظر موجود دی؛ چې څومره د سمندر په ژوره کې وي رنګ روښانه او شفاف وي.