جرمني په مزار شریف کې نن خپله قونسلګرۍ پرانیزي

ټاکل شوې نن جرمني په مزار شريف کې خپله قونسلګري پرانيزي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير "ګيودو ويستلر ويلې" پرون په کابل کې وويل، چې د قونسلګرۍ د پرانيستلو هدف د افغانستان او جرمني ترمنځ د روابطو پراختيا ده:

"په مزار کې د قونسلګرۍ پرانستل ټولو افغانانو ته یوه لویه اشاره ده، چې موږ غواړو له افغانستان سره دوامداره؛ ښې او پیاوړې اړیکو ولرو.

موږ غواړو تاسو سره په داخلي پراختیایي پروګرامونو کې هم مرسته وکړو؛ چې په هغو کې د قانون حاکمیت، له فساد سره مبارزه او د انتخاباتو د چمتوالي مسایل شامل دي."

ټاکل شوې د مزار شريف هوايي ډګر هم نن افتتاح شي. دغه ډګر د جرمني په مالي مرسته جوړ شوى دى.