د ملګرو ملتونو سازمان د روان کال تر پایه په سوریه کې د مرستې له پروګرامونو سره د پینځو ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده. دې سازمان تر اوسه د مرستې لپاره دومره زیاتې پيسې نه وې غوښتې او پرون یې د ژنیو په نړیوال کنفرانس کې دا اعلان وکړ.
دې سازمان مخکې اټکل کړی وو چې؛ سږکال به په سوریه کې د بشري مرستو پر پروګرامونو درې ملیارده ډالر ولګول شي. خو د کډوالو د شمیر د زیاتیدو او د سوریې د بحران د دوام له امله د مرستې لپاره په غوښتل شوي رقم کې زیاتوالی راغي.
تر اوسه د څه کم یو نیم ملیارد ډالرو کمک ژمنه شوې ده. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې؛ څه باندې د سوریې دننه او دباندې څه باندې لس ملیونه وګړي به؛ چې د دې هېواد د نفوس نیمايي جوړوي، د روان کال تر پایه بشري مرستو ته اړیتا ولري.
د دې سازمان له خوا د عاجلو مرستو د هماهنګۍ مسوولې "ولري اموس" پرون په ژنیو کې نړیوال کنفرانس ته وویل:
"موږ داسې اټکل کړی، چې شپږملیونه او اته سوه زره خلک په سوریه کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دا په دې معنی چې په سوریه کې له دریو څخه یو تن عاجلو بشري کمکونو ته اړ دی.
د جنوري او اپریل میاشتو ترمنځ وخت کې په سوریه کې دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر دوه برابره زیات شو."
ملګري ملتونه اټکل کوي چې، په سوریه کې د روان بحران له پيل راهیسې اتیا زره کسان وژل شوي دي.