د روسیې د صدراعظم مرستیال "دیمتري روګوزین" وایي؛ د امریکا د توغندیو پلان شوی دفاعي سیسټم به ونه شي کړای چې د روسیې د لرې واټن ویشتنې نویو بالسټیک توغندیو مخه ونیسي.
روګوزین د جمعې په ورځ په مسکو کي په یوې وینا کي وویل؛ روسیه به د خپلو وسلو لا ښه کولو ته دوام ورکړي تر څو موږ په روسیې باندې د کومې حملې په مقابل کې د خپل آزاد عمل په اړه پوره ډاډمن شو.
ده زیاته کړه، مسکو داسې سیسټمونه جوړولاي شي چې؛ د توغندیو هرډول دفاعي سیسټمونه مات کړي.
د روسیې مرستیال صدراعظم دغه راز وویل، نوي بلاسټیک توغندي چې په اوږه وړل کیږي او سیار دي، د پنجشنبې په شپه د روسیې په جنوب لویدیځي سېمې آستراخان کې وازمویل شول.