د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان چې په ترکیه یې دننه د ناکراریو د زیاتیدو له کبله افریقا ته خپل سفر په نیمه کې پرېښود، بېرته ترکیې ته رسیدلی دی .
کله چې د جمعې په ورځ رجب طیب اردغان استانبول ته ورسیده نو د نوموړې زرګونو ملاتړو یې هرکلی وکړ. نوموړې وویل، په ترکیه وروستې اعتراضونه غیرې قانونې دي او باید سمدستي پای ته ورسیږي .
"موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې په دې هیواد کې په غیرې قانونې توګه چلن وکړي. ورانکارۍ وکړي، ښارونو کې د خلکو ملکیتونه ړنګ کړي او خلکو ته زیان ورسوي ."
د اسټانبول په تقیسم څولارې کې له یوې پروژې سره د خلکو مخالفت تیره اونۍ په ترکیې کې د پراخو مظاهرو سبب شو.
تر دې مخکې اردوغان تونس ته د خپل سفر په پای کې ویلي ووچې د استانبول په تقسیم چوک کې د بیارغونې پراخه پروژه به په دې هېواد کې له پراخو مظاهرو سره سره عملي شي.