د روسیې د بهرنیوچارو مرستیال وزیر وايي چې؛ په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو سره سم به د افغانستان کړکېچ د منځنۍ آسیا پر هېوادونو ناوړه اغېز وکړي.
ایګورموګولوف چې پرون د آسیا- پاسیفیک د ګردي مېز په ۲۷ مه غونډه کې خبرې کولې وویل؛ په ۲۰۱۴ کال د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په پام سره د افغانستان حالات د مسکو لپاره خاص اهمیت لري.
موګولوف زیاته کړه، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه ښايي له افغانستانه د تروریستي او افراطي حرکاتو له نویو ګواښونو سره مخامخ شي.
د روسیې د بهرنیوچارو د مرستیال وزیر په وینا؛ د افغانستان د نشه يي مواد ګواښ هسې هم د ګواښ یوه ستره سرچینه ده.