د ازادي او اورېدونکو پروګرام وخت شو، په دې پروګرام کې مو ځينې ايميلونه درته لولو، چې پروګرام ته مو رالېږي او ستاسو ګڼ ټليفوني پيغامونه خپروو، چې پر امنيتي مسايلو، اداري فساد، تعليمي ستونزو او نورو موضوعاتو دي.
يوه اورېدونکي ليکلي، دوى عربي او د خليج هېوادونو ته د کار لپاره ځي، خو څرنګه چې افغانستان له دغو هېوادونو سره تړونونه نه لري، دوى مجبوره دي په پاکستاني اسنادو دغو هېوادونو ته د کار لپاره لاړ شي.