د ترکیې صدراعظم نن بیرته له افریقا ترکیې ته ستنیږي

د ترکیې صدراعظم نن بیرته له افریقا ترکیې ته ستنیږي. رجب طیب اردوغان په داسې وخت کې بیرته خپل هیواد ته ګرځي چې پراخې مظاهرې روانې دي او مظاهره کوونکي د هغه د استعفی غوښتنه کوي.

تمه وه چې اردوغان په شمالي افریقا کې له مراکش، الجزایر او تونس څخه لیدنه کړي.

د حکومت ضد مظاهرې په ترکیې کې لویې شوې دي او له استانبول څخه مرکز انقرې او نورو ښارونو ته خپرې شوې دي. دا مظاهرې وروسته تر دې پراخې شوې چې د استانبول په تقسیم میدان کې د یوه پارک د ړنګیدو په اعتراض کې خلک راغونډ شول او له پولیسو سره د هغوی شخړه وشوه.

اردوغان مظاهرې غیرډیموکرات وبللې او مظاهره کوونکي یې ملامته کړل چې افراطیان دي.

خو د اردوغان مرستیال بلند ارنچ د پولیسو د چلند له امله بښنه وغوښته.

پرون په تقسیم میدان کې له مظاهره کوونکو سره د کارګرانو د ټولنو په زرګونو کسان یوځای شول. مظاهره کوونکو د استانبول، انقرې او یو شمیر نورو ښارونو د پولیسو د چارواکو د برطرفي غوښتنه وکړه.

له تیرې جمعې راپه دې خوا چې دا مظاهرې پیل شوې دي لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي، په زرګونو ټپیان شوي چې په سلګونو یې پولیس دي.