ايران،افريقا او عربي هېوادونو د چارو مرستيال وزير د سوريې حکومت ته مبارکي ورکړه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د افريقا او عربي هيوادونو د چارو مرستيال وزير د سوريې حکومت ته مبارکي ورکړه؛ چې له ياغيانو څخه يې د قصير ستراتيژيک ښار بېرته ونيوه.

اميرعبدالهيان (عبدالله هيان) پرون له فارس خبري اژانس سره په مرکه کې د هغه څه هرکلي وکړ چې ده د «کافرو تروريستانو» پر وړاندې د سوريې د پوځ بري وباله.

د ده اشاره د سوريې له حکومت سره جنګېدونکو مخالفانو ته و.

د سوريې حکومت د لبنان پولې ته نژدې له مخالفو جنګياليو سره له درې اوونۍ جګړې وروسته قصير ښار ونيوه.

تر دې مخکې پرون د بشار اسد د رژيم مخالفانو تاييد کړه چې حکومتي ځواکونو ورڅخه قصير ښار نيولي دي.