ترکي اعتراض کوونکي: د هغو ښارونو والیان دې له دندو لیرې شي چې مظاهره کوونکې یي ځپلي

په ترکیه کي د اعتراض کوونکو یوې ډلې له حکومت څخه په ټینګه وغوښتل؛ چې د استانبول، انقرې او نورو هغو ښارونو والیان او د پولیسو مشران باید له دندو لیرې کړي چې حکومت ضد مظاهره کوونکې یي سخت ځپلې دي.

د تقسیم میدان د پیوستون ډلې خبریالانو ته وویل، دوي خپله غوښتنه نن په انقره کي د صدراعظم له مرستیال بولنت آرینچ سره د کتنې پرمهال هغه ته تسلیم کړه.

دغې ډلې دغه راز غوښتنه کړې چې په استانبول ښار کي د یوه پارک پراختیایي پلان باید لغوه شي. پولیسو د جمعې په ورځ د هغو کسانو پر ضد له قوي کار واخیست چې په پارک کي د پراختیایي پلان د عملي کیدو د مخالفت په مقصد یي سوله اېزه مظاهره کړي وه. د پولیسو له دغه عمل وروسته د ترکیې په نورو ښارونو کي د حکومت ضد مظاهرې وشوې چې له امله یي لږ ترلږه دوه کسان مړه او په سلونو نور ټپیان شول.

د تقسیم میدان د پیوستون ډلې دغه راز د بندیانو د خوشي کیدو، د پولیسو له خوا پر مظاهره کوونکو باندي د اوښکي بهوونکي غازد استعمال د بندیدو او د بیان د آزادۍ غوښتنه کړیده.

نن سهار هم پولیسو په انقره او استانبول کي د مظاهره کوونکو د خورولو په مقصد له اوښکي بهونکي غاز او اوبو څخه کار واخیست.