ملي امنیت په خوست کې یو پاکستانی انتحاري حمله کوونکی نیولی

د ملي امنیت ریاست یو پاکستانی وګړی نیولی چې په خوست کې یې د انتحاري حملې د ترسره کولو نیت درلود.

د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایې دا کس د میرانشاه اوسیدونکی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د میرانشاه په مچس مدرسې کې یې زده کړې کړي.

تر دې مخکي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه چې زرګونه پاکستاني طالبان د افغاني طالبانو په همکارۍ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.