ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته روان شو

ولسمشر حامد کرزی د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانیستلو په هدف، نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته روان شو.

ښاغلی کرزی به دغه راز د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره د درې واړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د اړیکو د پراختیا په باب هم خبرې وکړي.

له ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن او ځینې نور چارواکي هم ملګري دي.