په میدان ورګ کې کورني او بهرني انتحاریان چې د حملو نیت یې درلود وژل شوي دي

د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، د څو بهرنیانو په ګډون اته تنه چې غوښتل یې انتحاري حملې وکړي نن ددې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د خپلو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې و وژل شول.

د امنيې قومنداني ویاند عبدالولي نورزي ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ دوی غوښتل په میدان ښار او کابل انتحاري حملي وکړي.

د نوموړي په وینا، چې په دې کسانو کې عرب او پاکستانیان هم و.