د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ژغورنې ډلې د سېلابونو له وجې د زیانونو د مخنیوي هڅې کوي.
اټکل کېږي د ولتاوا سیند د اوبو سطح به نن نوره هم لوړه شي.
رضاکاران د پراګ په مرکزي برخه کې د تاریخي ودانیو د ساتنې لپاره د هغو مخې ته د شګو د بوجیو په ایښودلو لګیا دي.
په چک جمهوریت کې د څو وروستیو ورځو سېلابونو لږترلږه شپږ کسان ووژل، زرګونه کسانو خپل کورونه پرېښودل، د ټرانسپورټ لیکې مختل شوې، ښوونځي بند دي او د پراګ له ژوبڼ څخه سلګونه حیوانات امن ځایونو ته ولېږدول شول.
د چک جمهوریت حکومت په دې هېواد کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.
په جرمني، اتریش او سویس کې هم د سېلابونو زیات زیانونه اړولي دي.