افغان ژباړونکي په جرمني کې پناه غواړي
Your browser doesn’t support HTML5
له کله راهیسې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې تودې شوي، یو شمېر هغه ژباړونکي چې له بهرنیو ځواکونو سره يې کار کړی اویا اوس مهال ورسره کار کوي، اندیښنه ښیي چې د دوی له وتلو سره يې ګواکې ژوند له ګواښو سره مخامخ شي.
د روان کال له پيله په کندز ولایت کې یو شمېر هغو افغان ژباړونکو مظاهره کړی وه چې؛ په تیرولسو کلونو کې يې له جرمني سرتیرو سره دندې اجراکړي، دا ژباړونکي په کندز کې د ولایتي بیارغوني یا "پي. ار. ټي" د دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل يې چې له جرمنیانو سره يې د دنديي او قرار دادونو نیټې پای ته رسیدلي او اوس نه شي کولی په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.